د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كريم كنډي سره همایون خان وليدل

پېښور 18 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د پاکستان پیپلز ګوند مرکزي سېکرټري جنرل همایون خان تېره ورځ لیدلي دي ۔ پېښور ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال په 26 مئي پېښور كښې د “صوبه بچاؤ مهم ” په اړه د احتجاج په اړه خبرې اترې وشوې۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر وئويل د صوبایي حکومت د فساد او بدعنوانۍ له امله صوبه تباه شوې ده، ترهه ګري خپل عروج ته رسېدلې ده۔ په داسې حالاتو کښې د صوبې بچ كولو لپاره د پیپلز ګوند لخوا سوله ایز احتجاج په وخت پرېکړه ده۔ د پي پي پي مرکزي جنرل سېکرټري همایون خان د احتجاج په اړه د خيبر پښتونخوا ګورنر او صوبايي صدر هڅې وستائیلې۔ د ملاقات په مهال د ټول هېواد او په ځانګړي ډول د خېبر پښتونخوا تنظيمي چارې او د هېواد سياسي حالاتو په اړه هم خبرې اترې وشوې۔