د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی ګوجرانواله كښې د مرکز مصطفی دورہ،مولانا محمد رضا ثاقب مصطفائی سره ملاقات

لاهور 18 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی ګوجرانواله كښې د مرکز مصطفی دورہ وكړه او د مرکز د بېل سیکشنز معائنه ئې وكړه۔د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی د مرکز مصطفی سرپرست اعلی مولانا محمد رضا ثاقب مصطفائی سره ملاقات کړې۔ ده دین اسلام خدمت كښې د مرکز مصطفی مثالی کردار وستائلو او د مرکز زدكونكو مثبت کردار ئې وستائلو۔ده ووئيل کشیدہ صورتحال كښې د پاکستان قوم طاقتور دښمن له د يووالي سره په زړه پوري ماتې وركړې، په دې لويه كاميابۍ د لوے څښتن مننه كوو۔ده ووئيل الفتح توغندو د دښمن تش په نوم طاقت په ډاګه كړې۔د كورنيو چارو وزیر په ډاګه كړې چې ټول قوم د وسله والو سره اوږه په اوږه ولاړ دے، دښمن به اوس څه ډول هم مس ایډوینچر څخه وړاندې سل ځله سوچ كوي۔ مولانا محمد رضا ثاقب مصطفائی ووئيل د پاکستان قوم په زړه پوري ځواب وركول غوښتل كوم چې زمونږ وسله والو ځواكونو وركړې، قوم د مثالی جرات او بهادرۍ مظاهره كړي او د لوے څښتن مرسته شامل وه۔دې نه پس سرپرست اعلی مولانا محمد رضا ثاقب مصطفائی د هېواد سلامتيا، استحکام او پرمختګ او سوكالۍ له دعا وكړه۔