
پينډۍ 18 مئي (اے پي پي) د پاکستان سپر ليګ (پي اېس ايل) 10م 30م او آخري ليګ ميچ به (سبا) د ګل په ورځ د اسلام آباد يونائيټډ او کراچي کنګز ترمينځه د پينډۍ کرکټ سټيډيم كښې كيږي۔ کراچي کنګز 12 پوائنټس سره په دويم او اسلام آباد يونائيټډ 10 پوائنټس سره په دريم لمبر دې۔ دواړه ډلي د ښه سکواډ سره ميچ كښې برخه اخلي۔ اسلام آباد يونائيټډ د اړخه شاداب خان، عماد وسيم ، صاحبزاده فرحان ، محمد نواز ، سلمان آغا ، اعظم خان او نسيم شاه شامل دي دغسې کراچي کنګز کپتان ډيوډ وارنر، جيمز ونس، حسن علي، خوشدل شاه، محمد نبي په شان تجربه لرونكي لوبغاړي لري۔پينډۍ پچ د بيټنګ لپاره ښه ګڼلې كيږي لهٰذا د يو هائي سکورنګ ميچ توقع ده۔