
غزه 18 مئي (اے پي پي) د فلسطين په محصور سيمه غزه د اتوار په ورځ د اسرائيل فضائي بريدونو كښې 33 كسان شهيدان شوي،چې پكښې د نيمي څخه زيات ماشومان دي۔د غزه سول ډيفنس ايجنسۍ وئيلي چې د اسرائيل د اړخه پوځي مهم كښې د پراختيا اعلان نه يوه ورځ پس د اتوار په ورځ د اسرائيل د بريدونو په نتيجه كښې 33 كسان مړه شوې دي په دې كښې د نيمي څخه زيات ماشومان دي۔ شهري دفاع وياند محمود بسال اے ايف پي ته ووئيل د غزه پټي سوئيلي سيمي المواسي كښې بے كوره شوي فلسطينيانو له پناه وركونكو خيمو سهار وختي شوي بريدونو كښې 22 كسان مړه او 100 نور ژوبل شوې دي دغسې شمالي غزه په جباليه كښې په كور بريد كښې 7 كسان مړه شوې دي،دغسې دې سيمه كښې العوده روغتون ته هم زيان رسيدلې۔ د اسرائيل پوځ د خالي په ورځ اعلان کړی چې 19 مياشتو څخه زيات جنګ نه پس د حماس عسکريت خوښو له ماتي وركولو لپاره غزه كښې خپلي کارروائي تندوي۔