
پيندۍ 17 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د خالي په ورځ د ګوجرانواله چھاؤڼۍ دوره وكړھ او حق معركه کاميابۍ سره ترسره كولو كښې ئې د پاك پوځ مثالي طرز عمل او پيشه وره پوهه ستائلو سره د بلا اشتعال جارحيت مقابله کولو له د هغوي د كلك عزم او غير متزلزل جرات اعتراف وكړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن رضا نقوي هم ده سره وو۔د آئي اېس پي آر له مخې ګوجرانواله چھاؤڼۍ ته په رسيدو سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د صدر مملکت هركلے وكړو۔په دې موقع د منګله او ګوجرانواله کور کمانډران هم موجود وو۔ صدر مملکت د حق معرکه په کاميابۍ سره په ترسره كولو كښې د پاك پوځ مثالي طرز عمل او پيشه وره پوهه ستئالو سره د بلا اشتعال جارحيت مقابله کولو له د هغوي د كلك عزم او غير متزلزل جرات اعتراف وكړو۔ده د هېواد دفاع كښې د خپلو ځانونو قرباني وركونكو پوځي او سويلين شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې د هغوي قربانۍ يو مقدس امانت او د كوټلې قومي فخر ذريعه ده۔ده ووئيل پاك پوځ د قوم په ملاتړ غير معمولي بهادرۍ او پيشه وره بصيرت سره د دښمن عزائم ناکامه كړي۔ده ووئيل تاريخ ګواه دے چې څه ډول په يو څو ساعتونو كښې دننه پاك پوځ د بے مثال عزم او همت سره د جارحيت په زړه پوري ځواب وركړې او د پاکستان د طاقت، صلاحيت او قومي اتحاد ښكاره پيغام ئې وركړې۔ افسرانو او ځوانانو سره خپلو خبرو كښې صدر مملکت آصف علي زرداري د هغوي مثالي حوصلے، جنګي تيارو او فرائض ستائنه وكړه۔ده د آپريشن بنيان مرصوص په کاميابۍ مبارکۍ وركړه او د قوم په محافظو ئې د فخر څرګندوني سره د دې عزم پخلے وكړو چې د پاکستان اولس خپلو بهادرو ځوانانو ته د قومي وقار او خودمختارۍ حقيقي محافظ په توګه د قدر په سترګه ګوري۔