
لاهور 17 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي چې نړۍ كښې امن او سماجي و معاشي مسئلو حل لپاره سيرت النبي ﷺ په عملي ژوند كښې خپلول د وخت حاجت دے۔ده په لاهور كښې سيرت سنټر دورے په موقع غونډي ته وينا كوله۔احسن اقبال ووئيل د حضور اکرم ﷺ ژوند د ټول انسانيت لپاره د لارې مشعل دے او د هغه په سيرت عمل کولو سره د موجوده دور چيلنجونو مخنينوې كولې شو۔وفاقي وزير ووئيل د مسلم ليګ (ن) حکومت په ټول هېواد كښې سيرت النبي ﷺ په رڼا كښې تحقيق او تعليم ودې لپاره (9) سيرت چيئرز جوړولو پريكړه ګړې ده۔د دغه چيئرز مقصد ليډرشپ، ګورننس، انساني حقوق، سماجي انصاف، فلاح و بهبود، تجارت، تعليم، د ميرمنو حقوق، نړيوال امن، د مذهبونو ترمينځه همغږي،كوټلې پرمختګ او ماحولياتي مسئلو په شان مهمو څانګو كښې د قرآن و سنت څخه رهنمائي ترلاسه كول دي۔ده ووئيل د دې چيئرز ترمخه د تحقيق د لارې نوې نسل د سيرت النبي ۖ څخه خبرولو كښې مرسته وشي۔د غونډي نه پس وفاقي وزير د سيرت سنټر لاهور ودانۍ دوره وكړه چرته چې هغه د بېلو څانګو معائنه وكړه۔ده اعلان وكړو چې د دې سيرت چيئرز لپاره به د هېواد ښه 9 اسکالرز له بلنه وركولې شي دغسې چې د موجوده دور مسئلو په اسلامي تناظر كښې حل وړاندې كړي۔