
لاهور 17 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه د نېشنل فوډ سکيورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې ” زرعي څانګه كښې په قومي كچه جدت او ګروتھ ايکشن پلان” له حتمي شکل وركولو لپاره پاسکو هيډ آفس لاهور كښې مهمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د پنجاب د زراعت و لائيو سټاك وزير سيد عاشق حسين کرماني، د نېشنل فوډ سکيورټي اينډ ريسرچ وفاقي سيکرټري وسيم اجمل چوهدري، د پنجاب د زراعت سيکرټري افتخار علي سهو، د پنجاب د لائيو سټاك سيکرټري ثاقب علي عطيل، سيکرټري فارېسټ،وائلډ لائف اينډ فشريز پنجاب مدثر رياض ملك، سيکرټري کموډټيز اينډ پرائس کنټرول پنجاب محمد اجمل بھټي دغسې د پنجاب چيف سيکرټري زاهد اختر زمان د ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پلاننګ اينډ ډويلپمنټ بورډ ممبر اسلم پرويز او ډائريکټر جنرل زرعي اطلاعات نويد عصمت کاهلوں پشمول افسران هم موجود وو۔په دې موقع وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل د وزيراعظم ويژن د زرعي څانګي ګروتھ ښه كولو سره تر 2030ء د هغې برآمدات 125 اربه امريکائي ډالر ته رسول دي۔ده ووئيل وزيراعظم په قومي كچه سبز انقلاب دوئم راوړل غواړي۔دې مقصد لپاره زراعت، لائيو سټاك او فشريز په شان مهمو څانګو كښې به 28 ټرانسفارمېشن اقدامات كول وي دغسې چې د دې څانګو ويليو چين ښه كرې شي او د هېواد زرِ مبادله زياته شي۔وزيراعظم د اړخه وركړې شوي ټاسك له مخې په دې څانګو كښې ښه والي له 6 ورکنګ ګروپس ترمخه به ټولو سيکټرو كښې ښه والې راوستلې شي۔د دې ګروپس ترمخه ټولو څانګو كښې ټيکنالوجي اينډ آئي ټي،ريسرچ او کروندګرو د كار استعدادِ كښې اضافه، زرعي ميکانائزيشن وده ، کروندګرو مالي خود مختاري، قانوني او ريګوليټري فريم ورك جوړول او زرعي پرمختګ زياتولو له اقدامات شامل دي۔په دې موقع وفاقي وزير پنجاب كښې د زراعت و لائيو سټاك څانګو كښې پرمختګ وستائلو۔