
اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) پيرس كښې د پاکستان په سفارتخانه كښې د پاکستان د بهادرو ځواكونو سره د يووالي څرګندوني او شهيدانو په ياد كښې د منني ورځ ولمانځلے شوه چې پكښې د پاکستان وګړو ګڼ شمير كښې ګډون وكړو۔د خالي پھ ورځ ترلاسه شوي پرېس ريليز له مخې فرانس كښې د پاکستان سفيري ممتاز زهره بلوچ په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل د پاكستان اولس د خپل پوځي ځوانانو لوئ احترام کوي كوم چې د هېواد د خپلواكۍ تحفظ لپاره هر وخت چمتو دي۔دي د نړيوالي وروروبلۍ په وړاندې د پاکستان موقف په ډاګه كولو كښې د سفارت کاروں، ميډيا او ځوانانو مهم کردار ستائلو سره په دې خبره زور راوړو چې ټول قوم د خپلو وسله والو سره ولاړ دې كومو چې په نړيواله كچه د پاکستان سر فخر ته پورته كړي۔