
اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر او پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي پاك هند جنګ كښې بهادرو ځواكونو د پيشه وره پوهي سره د خاوري دفاع کړې،پارليمان هم مثبت او توانا کردار ترسره كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په سېنېټ كښې د پارليماني ګوند لارښژد او خارجه چارو قائمه کمېټۍ چيئرمېن سينيټر عرفان صديقي سره په خپلو خبرو كښې كړي چا چې ده سره په رائيونډ كښې ملاقات کړې۔پخواني وزيراعظم ووئيل قومي سلامتيا لپاره هر ډول سياسي تقسيم هيرولو سره يو كيدل خوشبينه اقدام دے۔ اولسي نمائندګانو د 24 کروړه اولس جذباتو ترجماني کولو سره د خپلو وسله والو ځواكونو حوصله زياته كړي۔پخواني وزيراعظم ووئيل په دې ګټه د لوے څښتن شکر ادا کوو چې مونږ ئې په دې امتحان كښې كامياب كړي ؤ۔پخواني وزيراعظم د پاکستان ميډيا ته هم پيرزوئنې وړاندې كړې چا چې په رښتيا اډانه بيانيه نړۍ ته وړاندې كړي او د دښمن دروغ ئې ټولي نړۍ ته ښكاره كړي۔ سينيټر عرفان صديقي د مسلم ليګ (ن) صدر د پارليماني ګوند کارکردګۍ په اړه رپورټ وړاندې كړو۔