
اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د پاکستان او هند ترمينځه د خبرو اترو يواځنۍ ايجنډا کشمير دے۔ ده په هند زور راوړو چې هند دې سيمه كښې كوټلي امن لپاره د كشمير مسئلې حل له خبرو اترو كښې شامل شي ځكه چې د كشمير مسئلې تر حل كيدو سيمه كښې امن نه شي راتللې۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام د خالي په ورځ په خپل يوه مركه كښې زور راوړو چې د كشمير شخړه بايد د ملګرو ملتونو قراردادونو د لارې حل كړې شي ځكه چې د دې مسئلې حل كيدو نه غير سيمه كښې امن او پرمختګ ممكن نه دې۔ده د كشمير شخړے حل كولو له د نړيوال شموليت اهميت هم رامخې ته كړو۔ده ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو له مخې آزادانه او غير جانبدارانه استصواب رائے باوري كولو له خپل كردار ترسره كوي، پاکستان د كشميريانو د خپلواكۍ حق حمايت له لوظي دے۔ انجينئر امير مقام د كشمير په شخړه ثالثۍ لپاره د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ رضامندي هم وستائله۔ده د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو له مخې او د كشميريانو د هيلو ترمخه د كشمير مسئلې په حل كولو زور راوړو۔ده د كشميريانو لپاره د پاکستان د غير متزلزل حمايت پخلي كولو سره ووئيل پاکستان به تر آخري ساه د کشميريانو سره ولاړ وي او د هغوي د حقونو لپاره به جنګيږي۔ امير مقام په دې خبره هم زور راوړو چې پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد دجنګ كښې په زړه پوري معاشي او جسماني قربانۍ وركړې دي، د كشمير شخړې حل ته خاص پام لرنه كوو۔ وفاقي وزير د پاکستاني قوم او وسله والو ترمينځه ثوي رشته رامخې ته كولو سره ووئيل مونږ د اتحاد او اجتماعي عزم مظاهره کړې۔ده ووئيل د هند برعكس،چرته چې قوم او پوځ ترمينځه تقسيم واضحه دے، پاکستان د خپلو وسله والو سره يو موټې دے كوم چې د يو قومي جذبے او خپل پوځ د حمايت عزم عکاسي کوي۔ انجينئر امير مقام ووئيل د هند جارحيت واضحه كرې چې د پاکستان قوم او وسله وال يو موټې دي، د لائن آف کنټرول دواړه اړخه اولس د پاك پوح حمايت کوي۔ وفاقي وزير د وسله والو ځواكونو قربانۍ ستئالو سره هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده د شهيدانو كورنيو سره غير متزلزل جذبه هم وستائله۔