د بلوچستان وزير اعليٰ په صمند چيك پوسټ د بريد غندنه وكړه، حکومت به د امن دښمنه عناصرو په ضد کارروائي تندوي۔مير سرفراز بګټي

کوئټه 17 مئي (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي خضدار كښې د صمند په چيك پوسټ د بريد غندنه كولو سره وئيلي چې حکومت به د امن دښمنه عناصرو په ضد کارروائي تندوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده جاري شوې خپل بيان كښې كړي۔ده دا پېښه د امن تباه کولو يو ناوړه سازش وګرځولو۔وزير اعليٰ ووئيل ليويز فورس بهادرو ځوانانو د فرض په لاره كښې د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د شجاعت يو نوې تاريخ جوړ كړې۔ده د شهيدانو قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هغوي قربانۍ به بے ځايه نه ځي او دښمنان به منطقي انجام ته رسولې شي۔مير سرفراز بګټي باور وركړو چې د بلوچستان حکومت به د شهيدانو كورنۍ يواځي نه پريږدي او د هغوي ب ه هر ممكن مرسته كوي۔