هند سره په جنګ كښې د پاکستاني ميډيا کردار د ستائي وړ ؤ۔وفاقي وزير مياں معين وټو

اوکاړه 17 مئي (اے پي پي) د اوبو وسائلو وفاقي وزير مياں معين وټو وئيلي چې اوسنيو كښې د هند سره په جنګ كښې د پاکستاني ميډيا کردار د ستائني وړ وو۔زمونږ موقف په ټوله نړۍ كښې درست منلے شوي دا ګټه د ټول قوم ګټه ده۔ وفاقي وزير مياں معين وټو د پروفيشنل جرنلسټ ګروپ نوې منتخب شوي غړو د سوګ:ند پورته كولو دساوري ته وينا كښې ووئيل چرته چې هند په اوسني جنګ كښې ماتي سره مخ شوې،هغسې د پاکستان ميډيا مثبت رپورټنګ کولو سره په ټوله ڼړۍ مكښې خپل ځان منلے دې،هند په ماتي وركولو د پاك پوځ سرلښكر حافظ عاصم منير پشمول ټول قوم د مبارکۍ مستحق دے۔د دې جنګ ګټي سره چرته چې هند د ناکامۍ نه پس په ټوله نړۍ كښې شرم سره مخ شوې دغسې زمونږ وقار په ټوله نړۍ كښې زيات شوې۔دستوري ته د ليسکو چيف رمضان بټ ،اېم پي اے چوهدري افتخار حسين چھچھر، ډپټي کمشنر احمد عثمان جاويد ،ډي پي او راشد هدايت، صدر پي ايم اے ډاکټر نعيم زاهد ،صدر انجمن تاجران شيخ رياض، انور اسلم پراچه ، نعيم شيخ ،سلمان چوهدري، اشتياق چوهان هم خطاب وكړو۔د دستوري په آخر ميلمنو له شيلډز هم وركړې شول۔