لاهور ،د پي ټي آئي لارښود شاہ محمود قریشی د زړه تکلیف له امله د زندان څخه پي آئي سي ته منتقل کړې شو

لاهور 17 مئي (اے پي پي)د تحریك انصاف لارښود شاہ محمود قریشی د زړه تكليف له امله د زندان څخه د پنجاب انسټيټیوټ آف کارډیالوجي ته منتقل کړې شوي۔ وکیل رانا مدثر ایډووکیټ له مخې د شاہ محمود قریشی د سهار لمونځ نه پس طبیعت خرابيدو له امله د زندان ډاکټرانو د هغه معائنه وكړه او دې نه پس د طبیعت په زيات خرابيدو د ریسکیو 1122 د لارې هغه پي آئي سي ته منتقل کړې شوي چرته چې د هغه بېل ټېسټونه روان دي او د هغه كورنۍ ته هم اطلاع وركړې شوي۔