
کوئټه ۔ 16 مئی (اے پي پي )د پاکستان وسله والو ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د سبي یوتھ اتحاد چیئرمین سردار ابراهیم خان باروزئئ به مشرۍ كښې لويې لاريون وكړے شو۔۔په دې موقع کمانډر سبی سکاؤټس بریګیډیئر عمر الطاف،ډپټي کمشنر سبي جهانزیب شیخ ار ایس ایس پی سبي ډاکټر سمیع ملک خاص ګدون وكړو۔ لاريون د جرګه هال سبي نه اويستلے شو چې پكښې د آل پاکستان میډیا کونسل رجسټرډ صوبائي چیئرمین قادر بخش لوني ، زاهد مشرف او اولس په ګن شمېر ګډون وكړو او پوځ ته يې پېرزوئئنې وړاندې كړې او په لويه بريا يې مبارکبي وركړه ۔ د کمانډر سبي سکاؤټس بریګیډیئر عمر الطاف جرګه هال ته په رسېدو اولس هر كلے وكړو ، لاريون د بېلو لارو نه په تېرېدو پریس کلب ته ورسېد چې پكښې وېنا كوونكو پاك پوځ ته په لويه بريا مبارکبي وركړه ۔ کمانډر سبي سکاؤټس بریګیډیئر عمر الطاف د اولس پوځ سره په مينه مننه وكړه ٬ دغسې صوفي سلیمان نقشبندي په آخر كښې د هېواد او قام سر لورۍ لپاره دعا وكړه ۔