
اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ټول قام ته په تاريخي كاميابۍ مباركي وركولو سره وئېلي دي د لويې څښتن په فضل او كرم سره پاكستان يو نوے باب رقم كړے۔د يوم تشكر په موقع په خپل خاص پیغام كښې د سينيټ دوهم چيئرمېن د هېواد دفاع په مهال قربانۍ وركوونكو شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې او وې وئېل د هغوي عظيمې قربانۍ به قام چرته هم هيرې نه كړي۔ده ووئيل پاك پوځ د دښمن جارحانه عزائم په خاورې كولو ثابت كړه چې مونږ يو پرعزم٬بهادر او ناقابل تسخير قام يو۔د سينيټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان د وسله والو ځواكونو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او وې وئېل قام د خپل پوځ سره ولاړ دے او هر كس د هېواد دفاع لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دے