د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د رينجرز هيډكوارټرز دوره٬د شهيدانو په يادګارونو د ګلونو څادر وغوړولے شو

لاهور 16 مئي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په يوم تشكر د جمعې په ورځ د پاكستان رينجرز(پنجاب)هيډكوارټرز دوره وكړه۔ د پاكستان رينجرز ډائرېكټر جنرل (پنجاب)ميجر جنرل محمد عاطف بن اكرم د كورنيو چارو وفاقي وزير هركلے وكړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د شهيدانو په يادګارونو د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يې وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه او شهيدانو عظيمو قربانو ته يې په غوره ټكو پيرزوئنې وړاندې كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيدانو كورنيو سره ملاقات وكړو او د هغوي لوړې حوصلې يې وستائېلې۔داخله وزير د شهيدانو كورنيو مسائل واورېدل او د هغې حل لپاره يې په موقع هدايت وركولو سره ووئېل د شهيدانو كورنيو مسئلې حل كول زمونږ ذمه واري ده٬شهيدان زمونږ د سر تاجونه دي۔ده ووئيل ټول قام د شهيدانو كورنيو ته سلام كوي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د شهيدانو قربانۍ مثال نه لري٬ټول قام د شهيدانو كورنيو سره ولاړ دے۔ده ووئيل د پاكستان رينجرز پنجاب افسران او ځوانانو د جرات او بهادرۍ تاريخ ليكلے ٬قام په خپلو مېړنو زامنو ناز لري۔داخله وزير محسن نقوي د پاكستان رينجرز(پنجاب)پيشه وره كاركردګي او عزم وستائېلو۔ دې نه پس ده د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات قلمبند كړل