بي آئي اېس پي هيډکوارټرز كښې د يوم تشکر دستوره

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) ترسېوري لاندې د جمعې په ورځ په هيډکوارټرز كښې دستوره وشوه چې پكښې آپريشن “بنيان مرصوص” كښې د پاك پوځ عظيمې كاميابۍ ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ په دستوره كښې د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد، سيکرټري عامر علي احمد، ايډيشنل سيکرټري ډاکټر طاهر نور او نورو اړوندو چارواكو سره سره عملې او مستحق مېرمنو او ماشومانو ګډون وكړو۔ په دې موقع د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد دستورې ته د وېنا په مهال ووئيل نن مونږ د هندي يرغل په ضد د خپل جرات مند پوځ د تاريخي بريا جشن لمانځو٬ زمونږ پوځ نه يوازې دښمن ته موثره ځواب وركړے بلكې په نړۍ كښې يې د قام سر په وياړ هسك كړے ۔ په دې موقع دې شهيد ذوالفقار علي بھټو ته په هېواد كښې په اتومي پروګرام پېل كولو او شهيدې بينظير بھټو ته په ميزائل ټيکنالوجي معارفي كولو هم پېرزوئنې وړاندې كړې شوې ۔