د پاکستان علما کونسل تر سېوري لاندې په ګرد هېوتاد كښې ”یومِ تشکر” مونمانځلے شو ، پاکستاني قام د دښمن سازشونه ناکامه كړل ب،حافظ طاهر محمود اشرفي

لاہور۔16مئی (اے پی پی) د پاکستان علما کونسل تر سېوري لاندې د جمعې په ورځ ټول هېواد كښې ”یومِ تشکر”ونمانحلے شو۔ د كوم مقصد چې په اوسنۍ معرکه حق كښې په کامیابۍ د اللہ تعالی شکر ادا کول او پاک پوځ ته بېرزوئنې وړاندې كول دي۔ په دې موقع د هېواد وړو لويو ښارونو كښې علما، خطبا، ذاکرین او واعظین د خطبو او بیانونو د لارې اولس د وطن دفاع او د امت د اتحاد اهمیت نه خبر كړو ۔علمائے کرام د پاکستان کامیابي د اللہ نصرت او د قام د يووالي نتیجہ ګرځولو سره ووئېل دا معرکه يوازې عسکري کامیابي نه ده بلکې د نظریاتي ، اخلاقي او قامي هم غږۍ ګته هم ده ۔ په دې مهال د پاک پوځ قربانیو او پیشه ورہ مهارت ته په زړه پورې بھرپورې پېرزوئنې وړاندې كرې شوې ۔ علما ووئېل پاکستاني قام په خاص توګه مذهبي طبقې په هر آزمېښت د پوځ سره ولارې وې او بيا به هم اودرېږي ۔ د پاکستان علما کونسل چیئرمین حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د جمعې خطبه كښې ووئېل مونږ د خپلو هغه غیر مسلمه وطنوالو هم مننه كوو چا چې په سخت وحت كښې د مسلمانانو ورونړو سره اوږه په اوږه د وطن دفاع حق ادا کړے ، دا د پاکستان هغه ښكلے تصویر دے چې پكښې هر مذهب او هره طبقه د قامي سلامتیا لپاره متحد دي۔