
دیر لوئر۔16 مئی (اے پي پي)دير چکدرہ قلعه كښې د دير سکاؤټس تر سېوري لاندې د یوم تشکر پاکستان په مناسبت سره په زړه پورې دستوره وشوه۔ بریګیډیئر ثناء اللہ، کمانډنټ دیر سکاؤټس په مشرۍ كښې دستوره كښې د بېلو څانګو څخه تعلق لرونكو مهمو شخصیات ګدون وكړو۔ په دې مهال بریګیډیئر ثناء اللہ په مهمو پوځي کامیابیو رڼا واچوله ۔ ده د هند بريد خلاف د پاک پوځ د مؤثر ځواب ستائنه وكړه ۔ د دستورې اختتام دهېواد سلامتيا او د وسله والو ځواكونو لپاره په دعا وشو