كوئټه ۔16 مئ (اے پي پي) د يوم تشكر په مهال لكه د ګرد هېواد د جهل مګسي ضلعې انتظاميه هم د هېواد دفاع لپاره د ځانونو قربانۍ وركوونكو د پاك پوځ ځوانانو او افسرانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو له د اسسټنټ كمشنر ګنداواه عبدالمجيد حسني په مشرۍ كشې په ضلعې هيډكوارټر كښې د لاﺀ ډېپارټمنټ افسرانو او د بېلو سكولونو طلباﺀ سره يو لاريون اويستلو او د پاك پوځ سره اوږه په اوږه د اودرېدو ثبوت يې وركړو۔ په لاريون كښې ګډون كوونكو د ګران وطن بېرغونه پورته كړي وو او د پوځ او هېواد دفاع لپاره يې غږونه پورته كول۔