موسمياتي بدلون پاكستان لپاره په وجودي خطرو كښې يو دے٬ ګرين سکوك څخه ترلاسه فنډز به ګرد هېواد كښې د اوبو منصوبو لپاره كارولې شي۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي موسمياتي بدلون پاكستان لپاره په وجودي خطرو كښې يو دے٬ ګرين سکوك څخه ترلاسه فنډز به ګرد هېواد كښې د اوبو منصوبو لپاره كارولې شي، ګڼ اړخيزه، دوه اړخيزه شراګتدار او سرمايه کار په پاکستان كښې د ټيکس، توان، اېس او ايز، نجکارۍ، پبلك فنانس او د پنشن پشمول بېلا بېلو څانګو كښې د ډھانچه جاتي اصلاحات تسلسل غواړي۔ د جمعې په ورځ د پاکستان د وړومبني “ساورن ګرين سکوك بانډز” اجراء په موقع خپلې وېنا كښې ده ووئيل په ابتدائي توګه به ګرين سکوك څخه 30 اربه روپۍ ترلاسه شي او دا به په پاکستان سټاک ايکسچينج كښې فهرستي حيثيت ساتي، په مجموعي پورونو كښې د سکوك برخه 14 فيصده شوې ٬ په دې لړ كښې مونږ بايد د ماليزيا د ماډول پېروي وكړو٬ ګرين سکوك څخه ترلاسه فنډز به ګرد هېواد كښې د اوبو منصوبو لپاره استعمالولې شي٬ ځكه چې موسمياتي بدلون پاكستان لپاره په وجودي خطرو كښې يو دے۔ ده ووئيل بايد نجي څانګه د هېواد د ميعشت قيادت وكړي٬ په موسمياتي بدلون او کلائميټ فنانسنګ كښې د نجي څانګې كردار د كليدي اهميت وړ دے۔ د خزانې وزير ووئيل د راتلونكي مالي كال د وفاقي بجټ جوړولو چمتولے نيولے كېږي او په دې لړ كښې بېلا بېلو شراکت دارو سره مشاورت او خبرې روانې دي٬ مونږ ته په دې لړ كښې د فرورۍ مياشت راهسې تجويزونه تر لاسه كېږي ، ده ووئيل مونږ غواړو چې وفاقي بجټ پاکستان لپاره د هوم ګراٶنډ په اقتصادي ايجنډا اډانه د پاکستان معيشت د تزويراتي سمت عکاس وي۔ د خزانې وزير د ګرين سکوك په اجرا كښې په مرسته كولو د بېنكونو هم مننه وكړه