
ډېره مراد جمالي 16 مئي (اے پي پي) د ټول هېواد پشان جعفرآباد ضلع كښې هم د پاك پوځ په كاميابۍ يوم تشكر لاريون ويستلے شو ۔د جعفر آباد ډپټي كمشنر اظهر شهزاد بيرغ هسك كړو او يو شاندار لاريون ويستلے شو چې پكښې وګړو په بشپړه جوش او جذبه ګډون كولزو ٬ لاريون كښې وګرو قامي بېرغونه پورته كړی وو او د پاك پوځ په حق كښې يې نعرې وهلې۔ډپټي كمشنر اظهر شهزاد په دې موقع ګډون كوونكو ته ووئيل د پاك پوځ په لويه كاميابۍ د ټول قام سر په وياړ هسك شوے دے