
كوئټه 16 مئي (اے پي پي)د آپرېشن بنيان مرصوص په عظيمه كاميابۍ د يوم تشكر په اړه صوبائي سر ښار كوئټه كښې د 21 ټولو سلامي وركړې شوې او د جمعې مونځ په مهال د پاكستان سلامتيا لپاره دعاګانې وغوښتلې شوي۔د جمعې په ورځ معركه حق كښې د هند په ضد په عظيمه بريا د ټول هېواد پشان صوبائي سر ښار كوئټه كښې د ورځې پېل د 21 توپو سلامي څخه وشو۔د سهار مونځ او جمعې په مونځ كښې جوماتونو كښې د هېواد سلامتيا او شهيدانو لپاره خاص دعاګانې وكړي شوې ۔په كوئټه كښې د شهيدانو په يادګارونو د ګلونو څادرونه خپور كړے شو ٬د پاك پوځ په حق كښې لاريون ويستلے شو او دستورې وشوې۔په كوئټه كښې د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ٬ كور كمانډر 12 كور لېفټيننټ جنرل راحت نسيم احمد خان٬د بلوچستان پوليس آئي جي معظم جاه انصاري او نورو د شهيدانو په يادګارونو حاضري او د ګلونو څادرونه وغوړول ۔ د پاك پوځ ځوانانو د دښمن هر جارحيت بشپړ ځواب وركولو او د هېواد دفاع له د خپل عزم يو ځل بيا پخلے وكړو