
اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاك پوځ سر لښكر سيد عاصم منير نشان امتياز(ملټري) سره د كمبائنډ ملټري هاسپټل( سي ايم ايچ) پېنډۍ دوره وكړه او د معركه حق او آپرېشن بنيان مرصوص كښې د ژوبل شوو وګړو تپوس پوښتنه يې وكړه ۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د ژوبل شوو ځوانانو معركه حق په مهال بې مثال بهادرۍ٬عزم او فرض شناسي له داد وركړو ۔وزيراعظم ووئيل چې څنګه پاك پوځ او ټول قام دا جنګ كړے٬د دې مثال نه موندلے كېږي۔ده ووئيل د هندي جارحيت په ضد د اولس ثابت قدمي د هېواد عسكري تاريخ يوه پرې كنده باب شو۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هم په دې موقع موجود وو