فلائي دبئي باچا خان انټرنېشنل هوائي مېدان پیښور نه آپرېشن پيل كړو٬د وړومبي پرواز په راتګ تود هركلے وكړے شو

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) فلائي دبئي د باچا خان انټرنېشنل هوائي مېدان پیښور نه آپرېشن پيل كړو٬د وړومبي پرواز په راتګ تود هركلے وكړے شو ۔د پاكستان ايئر پورټس اتهارټي وياند لخوا د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې د فلائي دبئي وړومبے پرواز تېره شپه د 164 مسافرو سره پېښور ته رارسېدو٬په دې موقع د پرواز تود هركلے وكړے شو۔په باچا خان ايئر پورټ د فلائي دبئي پرواز ته واټر كېنن سلامي وكړې شوه او د كيك پرې كولو دستوره هم وشوه ۔د پاكستان ايئر پورټس اتهارټي وياند له مخې فلائي دبئي به اوونۍ كښې 7 پروازونه چلوي۔وياند ووئيل دې اقدام څخه به پېښور څخه خليجي او اروپائي هېوادونو لپاره فضائي روابط كښې هم پراختيا راشي۔د پاكستان هوائي مېدان اتهارټي وياند ووئېل د فلائي دبئي پرواز ايف زي 375 سهار 2 بجې او 20 منټه باندې د 184 مسافرو سره بېرته دبئي ته روان شو