سپيکر د هند په ضد د پاكستان په تاريخي كاميابۍ قام له مباركي وركړه

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هند په ضد د پاکستان په تاريخي كاميابۍ قام له مباركي وركولو سره وئيلې دي د الله پاك څومره هم شكر چې ادا كړو كم دے۔ د جمعې په ورځ د يوم تشکر په موقع ده د مورني هېواد دفاع لپاره د پاك پوځ شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ځواكونو دښمن ته په ښكاره يرغل سخت ځواب وركړے او د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كولو سره يې د قام سر په فخر هسك كړے۔ ده ووئيل پارلمان او اولس د بنيان مرصوص په څېر پاك پوځ سره د هېواد دفاع لپاره خپل ځان قربانولو له چمتو دي٬ د پاکستان ميډيا او ځوانانو په معرکه حق كښې مثالي کردار لوبولے ٬ ټول د هند يرغل په مهال د بردباري او نظم و ضبط څرګندونه كرې٬ده ووئېل سياسي او عسكري مشرانو د يووالي عملي ثبوت وړاندې كړے٬ د شهيدانو قربانۍ به قام نه هېروي٬ د هېواد دفاع لپاره قام د يووالي علامت جوړ ٶ۔ په دې موقع سپيكر پاك پوځ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔