
اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د سېنېټ غونډه د جمعې په ورځ د پريزائيډنګ آفيسر سينيټر شيري رحمان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د مخالفې ډلې مشر سينيټر شبلي فراز په ايوان كښې د اعتراض په نكته ووئيل تېره ورځ د رامخې ته شوې پېښې غندنه كوٶ٬ شبلي فراز ووئيل پرون چې څه شوي مونږ د ھغې هم غندنه كوٶ٬ زمونږ مشر ته زېړې شوي كومې چې به مونږ په هېڅ صورت برداشت نه كړٶ٬ په كومه مسئله چې بحث كېدو په ھغې دا ډول خبرې هرګز د برداشت وړ نه دي۔ پريزائيډنګ آفيسر شيري رحمان ووئيل ستا په خبرو كښې وزن دے٬ زه پرون په ايوان كښې نه ووم خو دا خبره سمه ده چې دواړو اړخونو له به په داسې معاملو د احتياط نه كار اخستل وي۔ شيري رحمان د اپوزيشن د کردار ستائنه كولو سره ووئيل په موجوده صورتحال كښې د اپوزيشن کردار مهم ٶ او د پارلماني روايات احترام په ټولو لازم دے۔