
پېښور 16 مئي (اے پي پي) د پېښور په ګورنر هاٶس كښې د يوم تشکر په موقع د بېرغ هسك كولو دستوره شوې۔ د ګورنر هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې ګورنر فېصل کريم کنډي د ګورنر هاٶس په انګڼ كښې بېرغ هسك كولو نه وروست, د هند بريد په ضد په تاريخي كاميابۍ د الله پاك شكر ادا كړو۔ په دې موقع د هېواد سلامتيا او خپلواكۍ لپاره دعا هم وشوه۔ د ستورې په موقع د معرکه حق شهيدانو لپاره د يوې دقيقي خاموشي هم اختيار كړې شوه۔ ګورنر پاك پوځ او د خېبر پښتونخوا پشمول د ګرد هېواد اولس ته په تاريخي كاميابۍ مباركي وركړه۔ ګورنر ووئيل د ګرد هېواد په څېر د صوبې اولس هم د معرکهٔ حق په تاريخي كاميابۍ يوم تشکر لمانځي٬ د پاك پروردګار شكر ادا كوي چا چې مونږ كامياب كړو۔ په يوم تشکر خپل پوځ ته د هند جارحيت په ضد په جرات، پوهه او په بهادرۍ سلام كوٶ٬ ده ووئيل د هند بريد په ضد ټول قام په يووالي څرګندونه ثابت كړه چې قام د خپلو وسله والو ځواكونو طاقت دے۔ ده ووئيل زمونږ وسله والو ځواكونو د هېواد دفاع باوري كولو سره په ګرده نړۍ كښې د هېواد نامه په وياړ رامخې ته كړه ۔ نننۍ ورځ نه يوازې زمونږ د وسله اولو ځواكونو د قربانيو د اعتراف ورځ ده بلكې د ټول قام د اتحاد،يووالي او د حب الوطني د عظيم مثال هم ورځ ده۔