د سندھ وزيراعليٰ په “معرکهٔ حق” لاريون كښې ګډون، په سندھ سيکرټريټ كښې بېرغ هسك كړے شو

کراچۍ 16 مئي (اے پي پي) د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه په “معرکهٔ حق” لاريون كښې ګډون كړے او سندھ سيکرټريټ كښې د بېرغ هسك كولو دستوره شوې۔ د وزيراعليٰ وياند له مخئ د بېرغ هسك كولو په دستوره كښې صوبائي وزيرانو، سلاحكارو٬ مرستيالو، چيف سيکريټري او نورو چارواكو ګډون كولو۔ د دستورې په مهال قامي سرود وغږولے شو٬ په دې موقع د پاكستان زنده باد” او “کشمير بنے ګا پاکستان” نعرې هم ووهلې شوې۔ دستورې ته د وېنا په مهال وزيراعلي سيد مراد علي شاه ووئيل دستوره د پاكستان د بريا او د قامي اتحاد د عزم عكاسي ده٬ د مورني هېواد دفاع د هر پاكستاني وړومبے فرض دے٬ ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ به عبث نه ځي٬ د قام د حب الوطني جذبه د تقليد وړ ده۔٬ د سندھ ځوانان د هېواد دفاع لپاره د وړومبي صف ډله ده٬ مونږ ته تل د دښمن د سازشونو ادراك لرلے٬ ټول قام متحد دے۔ ده د وطن په خاطر قرباني وركوٶنكو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔