پاك پوځ هند ته په ماتې وركولو د هغوي ناوړه عزائم خاورې كړل ۔مير فريد خان رئيساني

كوئټه 16 مئي (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي مركزي لارښود مير فريد خان رئيساني وئېلي دي پاك پوځ هند ته په ماتې وركولو دهغوي ناوړه عزائم خاورې كړي٬ټول قام پاك پوځ او خپلو بازانو ته د يوم تشكر په موقع پيرزوئنې وړاندې كوي۔ده د يوم تشكر په موقع جاري بيان كښې ووئيل پاك پوځ چې كوم جرات او بهادرۍ سره د ځان څخه د لس چنده زيات طاقت وړ دښمن ته سبق ښودلے ٬ په دې ټول قام خپلو عظيمو ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كوي٬زمونږ بازانو په آپريشن بنيان مرصوص كښې هند ته زيان رسولے ٬پاك پوځ ته د هند جارحيت په بشپړ ځواب وركولو مباركي وركوو۔ده ووئيل پاك پوځ٬پاك فضائيه د هېواد دفاع كولو سره د هند غرور په خاورې كولو سره ثابت كړې چې پاك پوځ د نړۍ عظيم پوځ دے۔