
كراچي 16 مئي (اے پي پي)د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري يوم تشكر په ګورنر هاؤس كښې بيرغ هسك كړو۔د ګورنر هاؤس عملې او د سكول ماشومانو دستوره كښې ګډون وكړو۔جاري اعلاميې له مخې په دې موقع قامي سرود وغږولے شو٬د يوم تشكر په اړه دعاګانې وكړې شوې۔د سندھ ګورنر ووئيل ټول قام د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منير په مشرۍ كښې معركه حق( آپریشن بُنْيَانٌ مَّرْصُوْص)كښې په تاريخ ساز بريا تر لاسه كړې ۔دا كاميابي د قامي اتحاد٬قربانۍ او د پاك پوځ بې مثاله حكمت عملۍ مظهر ده ۔په دې موقع د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړی شوې۔