حكومت پاتې شوو 65 زره حاجيانو ته د حج اجازې لپاره پرله پسې هڅې كوي۔د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي پاكستان ته سږ كال د سعودي حكومت 179210 د حج كوټه راكړې وه چې پكښې 50 فيصده سركاري او 50 فيصده د پرائيويټ سيكټر وه ۔ د جمعې په ورځ د سينيټ غونډه كښې ده ووئيل د سعودي حكومت هدايات له مخې تر 14 فروري 2025 حج كمپنيز(سركاري او نجي)مشاعر٬خذمات (طوافع) او نورو خرڅونو لپاره چې كومو كمپنو په وخت ادائيګۍ كړې د هغې حاجيانو اندراج سعودي پورټل باندې شوے او د نورو كسانو كوټه ختمه شوې۔دا صورتحال يوازې تر پاكستان محدود نه دے بلكې د ټولې نړۍ څخه درې نه تر درې نيم لاكه حاجيانو ته دا مسئله رامخې ته شوې ده۔سردار محمد يوسف ووئېل څنګه چې دا معامله د وزيراعظم په نوټس كښې راغله٬هغه په ذاتي توګه د سعودي چارواكو سره ملاقات وكړو او خواست يې وكړو چې په نېټه كښې دې پراختيا وركړی شي دغسې نور پاكستاني حج كوونكي د حج فريضه ادا كړي۔په دې درخواست تر 21 فروري اضافي وخت وركړے شو چې پكښې 13600 كسانو ادائيګۍ بشپړې كړې شوې۔د دغې نه پس د پاكستان په پرله پسې هڅو د سعودي حكومت نوره 10000 اضافي كوټه راكړه چې پكښې 23 نه تر 25 زره ته نزدې حج كوونكو ادائيګۍ كړي۔دغسې تراوسه نزدې 115000 پاكستانيانو ته د حج اجازه ترلاسه شوې۔وزير ښكاره كړه چې كوم 56 زره حج كوونكي پاتې شوي٬د هغوي لپاره حكومت پرله پسې هڅې كوي۔زه خپله سعودي عرب ته تلے ووم او اوسنو ملاقاتونو نه پس چارواكو ته بيا خواست شوے چې پاكستانيانو ته هم اجازه وركړې شي چې د كومو پيسې جمع شوي او ټولې تقاضې بشپړې شوي دي۔هغوي دا تاثر رد كړو چې حكومت په وخت اطلاع نه ده وركړې٬زمونږ سره ټول رېكارډ موجود دے٬ټولو نجي حج كمپنو ته تاريخ او خطونه لېږلې شوي او بيا بيا يادګېرنه ورته شوی چې د سعودي حكومت د ټاكلي وخت احترام وكړي۔وفاقي وزير زور راوړو چې حكومت اوس هم سنجيدګۍ سره د سعودي حكومت سره په رابطه كښې دے دغسې چې د دې 65 زره پاكستانو حاجيانو لپاره لار راويستلے شي۔