د معرکه حق په تاريخي فتح د “يوم تشکر” په مهال وزيراعظم هاؤس كښې د بېرغ هسكولو دستوره

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د معرکه حق په تاريخي فتح د يوم تشكر په مهال د وزيراعظم هاؤس په انګڼ كښې قامي بېرغ هسك كړو٬ د بېرغ هسك كولو دستوره د جمعې په ورځ د يوم تشكر په موقع د وزيراعظم هاؤس په انګڼ كښې وشوه٬ د شين هلالي بېرغ هسك كولو نه وروستو وزيراعظم شهباز شريف قامي بېرغ ته خاص سلامي وكړه٬ په معرکه حق كښې د هندي جارحيت په مهال د تاريخي بريا په حواله نن د جمعې په ورځ د مئي په 16مه نيټه يوم تشكر ولمانځلے شو۔