د مېړنو ځوانانو په قربانو وياړ لرو٬ قام د خپلو ځوانانو قربانو ته سلام كوي٬ د صدر مملكت د معرکه حق شهيد سکواډرن ليډر عثمان يوسف په كور كښې خبرې

پېنډۍ/اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي د مېړنو ځوانانو په قربانو وياړ لرو٬ قام د خپلو ځوانانو قربانو ته سلام كوي٬ د شهيدانو او دوي د كورنيو د قربانو به تل معترف يو۔ صدر مملکت د جمعې په ورځ د هند په ضد معرکه حق كښې د شهيد شوي اسکواډرن ليډر عثمان يوسف شهيد كور ته لاړو۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې سکواډرن ليډر عثمان يوسف شهيد د كور دورې په مهال صدر مملکت د شهيد پلار او كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ صدر مملکت د شهيد وطن لپاره خدمات او د وطن په دفاع په مهال په قربانۍ د قام لخوا شهيد ته پېرزوئنې وراندې كړې۔ صدر مملکت ووئيل د مېړنو ځوانانو په قربانو وياړ لرو٬ قام د خپلو ځوانانو قربانو ته سلام كوي٬ د شهيدانو او دوي د كورنيو د قربانيو به تل معترف يو۔ صدر آصف علي زرداري د شهيد لوړو درجو لپاره لاس نيوه كولو سره غمژنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه۔