
اسلام آباد ۔16 مئ (اے پي پي) معركه حق ۔ آپرېشن مرصوص كښې د پاكستان ځواكونو په لويه بريا په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د 31 او د صوبو په سر ښارونو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامي وركړې شوه۔ د وفاق سره د څلورو واړو صوبو بشمول د جمو وكشمير او ګلګت بلتستان كښې هم د توپو سلامي وركړې شوه۔ د تشكر په ورځ په اسلام آباد كښې د 31 او صوبو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامې وركړې شوه۔په دې مهال د پاك پوځ ځوانانو د هېواد دفاع لپاره د خپل لوظ پخلے وكړو۔ د پاك پوځ ځوانانو د دښمن د كوم هم بريد د خله ماتي ځواب وركولو خپل عزم تازه كړو۔ په دې مهال فضا كښې د پاكستان زنده باد او افواج پاكستان زنده باد نعرې پورته شوې۔ په معركه حق او آپرېشن بنيان مرصوص كښې د بريا په بابله د يوم تشكر په موقع د ورځې پېل د قرآن خوانۍ او دعاګانو څخه وشو۔ په ياد شوې معركه او آپرېشن نن قام د تشكر ورځ په ملي جوش و جذبه نمانځي۔ د ورځې پېل جماعتونو كښې د استحكام پاكستان او د ترقۍ و خوشحالۍ د خاص دعاګانو نه وشو۔ دغسې د هند د تسلط لاندې مقبوضه جمو و كشمير آزادۍ لپاره هم خاص دعاګانې وكړې شوې۔ د تشكر مونځ نه پس د پاك پوځ كاميابۍ او كامرانۍ لپاره او د شهدا درجو لپاره قران خواني او جماتونو كښې خاص دعاګانې وغوښتلې شوې