وفاقي وزير محسن نقوي سره د امرېكې لنډ مهاله سفيرې نېټلي بېكر ملاقات٬ د شرېكې خوښې په چارو خبرې اترې

اسلام آباد ۔16 مئ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امرېكې پاكستان كښې لنډ مهاله سفيرې نېټلي بېكر ملاقات كړے دے چې پكښې د شرېكې خوښې په چارو ٬ په پاك امرېكا اړيكو او د دوه اړخيزه مرستې زياتولو په بابله خبرې اترې شوي دي۔ ملاقات كښې د پاك هند جنګ بندۍ نه پس په صورتحال هم خبرې وشوې٬ وفاقي وزير محس نقوي په پاك هند جنګ بندۍ كښې په كليدي كردار د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ او د سفيرې مننه وكړه۔ د ده وېنا وه د دوه اتومي قواؤ ترمينځه د سيز فائر كرېډټ د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ لري ٬ د امرېكې صدر منطقه د سختې تباهۍ نه په ساتلو د انسانيت خدمت كړے۔ده ووئېل د پاكستان مشرتابه په حقله د امرېكې صدر د مثبت خبرو هر كلے كوو۔ د امرېكې سره شرېكې مرستې ته لا وده وركول غواړو۔ لنډ مهاله سفيرې ووئېل د پاكستان سره ښې اړېكې لرو٬ امرېكا به په بېلو څانګو كښې د پاكستان سره مرسته دوامداره ساتي ۔په دې مهال داخله وفاقي سېكرټري خرم آغا هم موجود ؤ