سعودي عرب د اسرائيل لخوا په غزه كښې د روغتون ويشتلو غندنه وكړه

رياض ۔16 مئ (اے پي پي) سعودي عرب د اسرائيل لخوا په غزه كښې په خان يونس ښار كښې د روغتون ويشتلو غندنه كړې ده۔ د اردو نيوز تر مخه د سعودي عرب خارجه وزارت څخه جاري بيان كښې وئېلې شوي په خان يونس كښې قابضو ځواكونو په كړو عسكري كارائيو كښې په درځنونو فلسطنيان شهيدان او په سلګونو ژوبل كړي دي ۔ بيان كښې وئېلې شوي دي د اسرائيل د اړخه په برادر فلسطني اولس د كوونكو ظلمونو په زړه پورې غندنه كوو۔ مملكت د فلسطنيانو نسل كشي مسترد كولو كولو سره د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه كړې ده او د اسرائيل قابض ځواكونه يې د بشري قوانين او ضابطو په پرله پسې خلاف ورزۍ كولو په مكمل توګه په ذمه واره ګرځولو زور راوړے دے