د آپریشن بنیان مرصوص په كاميابۍ به (نن) ګرد هېواد كښې يوم تشكر لمانځلے شي٬ ټول قام به د شكر سجده ادا كوي۔ عطاء تارړ

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطاء تارړ وئيلي دي د پاك پوځ د مړانې، قربانیو او د آپریشن “بنیان مرصوص” په تاريخي كاميابۍ به (نن) د جمعې په ورځ ګرد هېواد كښې “يوم تشكر” لماځلے شي٬ پاك پوځ سره د يووالي څرګندونې لپاره (نن) د جمعې ورځ د يوم تشكر په توګه د لمانځلو په اړه مهم خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل لوي څښتن په معرکه حق آپریشن بنیان مرصوص كښې تاریخي کامیابي راكړې ده، مونږ به خپل شهيدان يادوٶ٬ د لوي څښتن په حضور كښې به د شكر سجده كوٶ٬ د جمعې په ورځ به ګرد هېواد كښې يوم تشكر لمانځلے شي۔ ده ووئيل مونږ ته لوي څښتن د پاكستان په صورت لوي نعمت راكړے د كوم چې زمونږ پوځ په مړانه او زړورتيا سره دفاع كړې او لوي څښتن مونږ ته كاميابي راكړې ٬ په دې كاميابۍ به ټول قام د لوي څښتن په بارګاه كښې سر په سجده كېږي۔ ده ووئيل د ورځې په پېل به پاك پوځ او هېواد لپاره خاص دعاګانې كېږي،د جمعې په اجتماعات كښې به هېواد٬ قام او پاك پوځ لپاره خاص دعاګانې غوښتلې شي، ګرد هېواد كښې به د بېرغونو هسك كولو دستورې٬ د شهيدانو په قبرونو حاضري كېږي او هغوي ته به پېرزوئنې وړاندې كولې شي۔ وفاقي وزیر ووئيل په مزار قائد او مزار اقبال به د ګاردز د بدلېدو پروقاره دستورې كېږي٬ د شهيدانو په يادګارونو به د دعا دستورې كېږي او ګلونو څادرې به پرې غوړولې شي۔ ده ووئيل د ورځ په پېل به په وفاقي پايه تخت كښې د 31 پوتو او په صوبائي سرښارونو كښې به د 21 توپو سلامي كېږي٬ مونږ ټول به په ګډه د الله پاك شكر ادا كوٶ، اللہ تعالیٰ د دې قام عزت لا زيات كړے ۔ وفاقي وزیر ووئيل د یوم تشکر خاص دستوره به په پاكستان مونومنټ اسلام آباد كښې كېږي چې پكښې به وزیراعظم شهبازشریف خاص مېلمه وي٬ د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټی چيئرمېن، سروسزچیفس او وفاقي وزيران به هم په دستوره كښې ګډون كوي۔ په مركزي دستوره كښې به قام ته د يووالي پېغام وركولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل اولس دې په خپلو كورونو د پاكستان بېرغ هسك كړي، په ماښام دې چراغونه بل كړي او پاك پوځ او شهيدانو سره دې د يووالي څرګندونه وكړي٬ دا د پاكستاني قام بريا ده، د دې هم جشن ولمانځئ ، ده ووئېل د پاکستان بېرغ به هر ځاے هسك ښكاري او ټول قام به يوم تشكر په عقيدت او احترام سره لمانځي۔