نن يوم تشكر زمونږ د قام د جرات٬استقامت او د پاك پوځ د بې مثاله قربانو اعتراف دے۔خواجه آصف

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي نن يوم تشكر زمونږ د قام د جرات٬استقامت او د پاك پوځ د بې مثاله قربانو اعتراف دے٬د خوږ هېواد دفاع لپاره زمونږ ټول قام يو موټے دے او زمونږ ځوانان په هر محاذ د دښمن ناپاك عزائم ناكامه كولو صلاحيت لري۔د زيارت په ورځ په خپل پېغام كښې د دفاع وزير ووئيل پاكستان امن ضرور خوښوي خو د خپلې خپلواكۍ٬سالميت او په قامي وقار كومه سمجهوته به ونه كړي۔ده ووئيل دښمن ته په هر محاذ بشپړ ځواب وركول زمونږ د ځواكونو پيشه وره مهارت او د شهادت د جذبې عملي ثبوت دے۔په دې موقع د ټول قام٬د شهيدانو كورنيو او د ټولو ادارو مننه كوو چا چې د هېواد دفاع كښې خپل كردار ادا كړے دے۔