د نېشنل كمېشن آف ويمن چيئرپرسن لپاره سمري لېږلې شوې ٬ پارلماني سېكرټري صبا صادق

اسلام آباد ۔15 مئ (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته وئېلې شوي دي د نېشنل كمېشن فار دي سټېټس آف ويمن چيئریرسن لپاره سمري لېږلې شوې ده ۔ د كمېسون تر سېوري لاندې د جېنډر پېرېټي راپور شائع شوے دے۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو په دمه كښې د ډاكټر شازيه صوبيه د پوښتنې په ځواب دې ووئېل مېرمنې د هېواد د ودانۍ نيمه برخه ده٬ په قرآن و سنت او آئين كښې دوي له حقونه وركړے شوي دي ٬ دې ووئېل د نېشنل كمېشن ان ډي سټېټس آف كمېشن چيئرپرسن لپاره سمري لېږلې شوې او دا وخت په عبوري توګه چيئرپرسن كار كوي۔ دې ووئېل د نوې تعيناتۍ عمل به زر تر سره كړے شي۔ د كمېشن بورډ كار كوي او غونډې يې پرله پسې كېږي۔ دې ووئېل د اين سي ايس ډبليو كار پراخه دے او د ادارې كار د مېرمنو مسئلې حل كول دي۔ ٬ په مېرمنو د هر ډول تشدد مخ نيوے هم د كمېشن ذمه واري ده۔