ملګري ملتونه ۔ 15 اپرېل (اے پي پي) پاكستان په يمن كښې د جامع امن راوستلو لپاره د سياسي عمل د بحالولو په ضرورت زور راوړے دے ۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار سلامتي كونسل كښې په يمن كښې د سياسي عمل بيا په متحرك كولو زور راوړے ٬ دغسې چې د يو جامع او تل پاتي امن بنياد كیښودلے شي چې پكښې امناك حل باوري كړے شي۔ هغه د يمن په صورتحال مباحثه كښې ووئېل نړيوالۍ ورورولۍ او سلامتي كونسل له يمن كښې د لا وراني مخ نيولو او امن لرونكے او زيات هيله مند سباون پلو تللو له د مرستې لپاره په سنجيدګۍ سره كار كول غواړي۔خپل ريماركس كښې هغه ووئېل پاكستان د ملګرو ملتونو په سهولت كارۍ كښې د يمن پخپل قيادت كښې د امن عمل تل پاتې او د عمل جوګه لارې خپلولو مرسته كوي۔ د سعودي عرب او د عمان د اړخه د روانو سفارتي هلو ځلو هر كلے كوي او په ټولو ډلو زور راوړي چې د دسمبر 2023 په روډ مېپ وړاندې لاړ شي كوم چې د امن غوره تګلاره لري ۔ هغه ووئېل ټولو فرېقېنو له پخپلو وعدو عمل كول غواړي۔ او د زيات نه د زيات تحمل څرګندونه او سفارت كارۍ ته پام لرنه اول پكار