د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايكنك غونډه٬ د بلوچستان د اوبه خور وزير مير محمد صادق عمراني ګډون

كوئټه 15 مئي (اے پي پي)نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ(ايكنك)يوه مهمه غونډه وشوه٬په غونډه كښې د بلوچستان څخه د ايكنك غړي٬د بلوچستان سينئر صوبائي وزير٬د پيپلز پارټۍ سينټرل كمېټۍ او پارليماني مشر او د اوبه خور صوبائي وزير مير محمد صادق عمراني د ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔د غونډې په ايجنډا د كوئټې ښار د اوبو رسنې لپاره د جورېدونكې مانګي بند د كار د رفتار٬فزيكل پروګريس او د مالياتي پېشرفت جاج واغستلے شو ۔په دې موقع غونډې ته خطاب كښې د ايكنك غړي او د اوبه خور صوبائي وزير مير محمد صادق عمراني ووئيل د بلوچستان اعلٰی وزير مير سرفراز بګټي د كوئټې په ښار كښې د اوبو په كمي قابو موندلو او د هرې ورځ د اوبو ضروريات پوره كولو لپاره مانګي بند په ټاكلې موده كښې په جوړېدو زور راوړي او په دې اړه د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي مهم خواهش دېے چې د كوئټې پشان لويې ښار كښې د اوبو لپاره مانګي بند زر تر زر بشپړ شي دغسې چې اولس ستونزو سره مخ كېدو نه بچ شي۔ده ووئيل په مارچ 2016 كښې د مانګي بند لپاره 9.334 بلين روپۍ منظور شوي او دا پريكړه شوې چې د بند په تعمير د مجموعي لګښت 50 فيصده به وفاقي حكومت وركوي او نور پاتې 50 فيصده به د بلوچستان حكومت ذمه واري وي ۔ده ووئيل د ياد شوي بند په اړه كمېټۍ په جولائي 2022 كښې په نظرثانۍ كولو سره د بند فنډز ته 13.247 ملين روپۍ وركړې او د پبلك هېلت محكمې انجينئرنګ 18.994 بلين روپۍ دوهم Revision جمع كړي٬صوبائي وزير ووئيل د مانګي بند فزيكل پروګريس 80 فيصد دے او مالياتي پېشرفت 79 فيصد ته رسېدلے۔ده ووئيل په مانګي بند كښې د اوبو ذخيره كولو ګنجائش 29530 ايكړ فټ دے چرته چې د اوبو ذخيرې كولو لپاره ټينك 07 نمبر دے او د بند لوړ والے 61 ميټره دے چرته څخه به چې د كوئټې ښار ته هره ورځ 8.1 ملين ګيلن اوبه وركولې شي