
پېښور 15 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې غونډه شوې۔د وزيراعلٰی هاؤس پیښور لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د كابينې غړو٬چيف سيكرټري٬ايډېشنل چيف سيكرټريز او انتظاميې سيكرټريز پشمول اړوندو كسانو ګډون وكړو۔غونډې ته د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور ووئيل د پاكستان لخوا په بشپړ ځواب وركولو وسله والو ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كوو٬د هند په ضد په دې لويه بريا وسله وال ځواكونه او ټول قام د مبارك مستحق دي۔ده ووئيل د هند بريد په نتيجه كښې شهيدو شوو ته سلام كوو او د شهيدانو كورنيو سره ولاړ يو او هغوي سره د يو والي څرګندونه كوو۔ده ووئيل مونږ په دې بريد كښې د خېبرپښتونخوا شهيدانو او ژوبل شوو لپاره د مرستې پیكج اعلانوو٬د شهيدانو كورنيو ته پنځوس پنځوس لكه او ژوبل شوو ته به لس لس لكه روپۍ وركولې شي۔٬اړوند د اسمبلۍ غړي دې انتظاميې چارواكو سره سره د شهيدانو او ژوبل شوو كورونو ته لاړ شي ٬ د هغوي لپاره د مرستې پیكج به ډېر زر ادا كړو۔ده ووئيل په كوهستان كښې رامخې ته شوو مالي بې ضابطګو په ضد د نيب د كاروائيو هركلے كوو٬خوشبينه خبره ده چې نيب په دې كيس كښې څه ريكوري هم كړې٬صوبائي حكومت به په دې لړ كښې نيب ته بشپړه مرسته وركوي۔ده ووئيل نيب له به پلټنو لپاره چې كوم دستاويزات ضرورت وي٬صوبائي حكومت به په ترجيحي بنيادونو وركوي٬په دې كيس كښې چې كوم هم خلق او ادارې ككړې وي د هغوي په ضد سخته كاروائي پكار ده۔