وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د نيسلے پلاوي وليدل

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د نيسلے اعلٰې كچ پلاوي ليدلي دي ۔ په دې موقع د نيسلے پلاوي صنعت ته د ورمخې ته مسئلو پشمول د ماشومانو په وچو پيو (انفنټ ملك پاوډر) د لګولي شوو ټېكسز په معامله د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د زيارت په ورځ په ترسره شوي ملاقات كښې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن پلاوي ته باوروركړو چې د حكومت وړومبې ترجيح ده چې د ماشومانو غذائي تحفظ باوري كړے شي۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔