داخله وزير محسن نقوي هنګو كښې په طوره وړۍ چيك پوسټ د خوارجي ترهګرو بريد په ناكامه كولو د اېف سي ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) داخله وزير محسن نقوي په هنګو كښې طوره وړۍ چيك پوسټ باندې د خوارجي ترهګرو بريد په ناكامه كولو د اېف سي ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ خپل بيان كښې داخله وزير د اېف سي د ځوانانو د بهادرۍ او وظيفائې صلاحيت ستائنه كړې۔ ده ووئيل د اېف سي مېړنو زامنو په وخت كاروائي كولو سره د خوارجو بريد ناكامه كړے٬ د خوارجي ترهګرو ناپاك عزائم ناكامه كوٶنكي د اېف سي ځوانان د قام اتلان دي۔ محسن نقوي ووئيل د فرنټيئر كانسټيبلري د ځوانانو په جرات وياړ لرٶ٬ دوي د شاباش مستحق دي٬ ټولې ډلې ته مباركي وركوم۔