اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) چيف آف دي نيول سټاف ايډمرل نويد اشرف په پېنډۍ كښې د كمبائنډ ملټري هسپتال (سي اېم اېچ) دوره وكړه او د آپريشن بنيانٌ مرصوص په مهال د ژوبل شوو پوځي او عامو وګړو يې عيادت وكړو۔ د پاك بحريه وياند له مخئ نيول چيف هر ژوبل شوي سره ملاقات وكړو او د دوي غېر متزلزل بهادرۍ، حوصلې، غېر معمولي جرأت او فرض شناسۍ ته ئې پېرزوئنې وړاندې كرې۔ په دې موقع نېول چيف ژوبل شوو سره په خبرو كښې د دې عزم څرګندونه وكړه چې قام او وسله وال ځواكونه متحد او عزم لرونكي دي او بيا لپاره به هم د دښمن د جارحيت په بشپړ عزم او قوت سره ځواب وركوي۔