پاكستان د خپلو اتومي وسلو په اړه د هند دفاع وزير د ريماركس سخته غندنه وكړه

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) پاكستان د خپلو اتومي وسلو په اړه د هند دفاع وزير لخوا د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د وركړے شوو ريماركس سخته غندنه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې دا غېر ذمه وره ريماركس روايتي طريقو څخه د هندي يرغل خلاف د پاكستان د موثره دفاع او ډيټرنس په اړه د هغوي د عدم تحفظ او مايوسۍ څرګندونه كوي۔ وياند ووئيل د خود ساخته ‘ايټمي بليك ميل” نه غېر كوم سره چې نوے ډيلي مخ دے٬ د پاكستان روايتي صلاحيتونه د هند ايسارولو لپاره پورا دي۔ بيان كښې زياته كړې شوه چې د هندي وزير تبصرې هم د آئي اے اي اے په ډول د ملګرو ملتونو د خاص اېجنسۍ د مېنډېټ او ذمه وارو څخه بېخي لا علمي څرګندوي۔ وياند ووئيل آئي اے اي اے او نړيوالې ورورولۍ له په هند كښې د اتومي او تابكاره موادو بيا بيا غلا كېدو او د غېر قانوني قاچاق پېښو په اړه فكر مند كېدل پكار دي۔ وياند ووئيل تېر كال د هند په دهرادون كښې بھابھا اټامك ريسرچ سنټر څخه په ښكاره توګه د غلا شوي تابكار ډيوائس سره پنځه كسان نيولې شوو او د دغې نه وروستو يو ډلې سره انتهائي تابكار او زهرجنه ماده “كيليفورنيا” چې ماليت ئې سل ميلن ډالر وه هم درك لګېدلے ٶ۔ په كال 2021 كښې د “كيليفورنيا” د غلا درې پېښې هم رپورټ شوي ٬ بيا بيا دا پېښې رامخې ته كېدل د نوي ډلي لخوا د اتومي او نورو تابكاره موادو حفاظت لپاره د هغوي په پورته كړو اقدامات سوال پورته كوي۔ وياند ووئيل دا پېښې په هند كښې حساس٬ د دوه ځائيز استعمال او د موادو د بليك ماركيټ وجود هم رامخې ته كوي٬ پاكستان د دې پېښو په بشپړه تحقيقات زور راوړي او هند څخه غوښتنه كوي چې ھغوي د خپلو اتومي تنصيبات او وسلو تحفظ باوري كړي۶۔