اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) پاكستان د سوريه نه د بنديزونو لرې كولو په اړه د امريكائي پرېكړې هركلي كولو سره وئيلي دي دا سيمه ايز استحكام او اقتصادي بحالۍ پلو يو مهم ګام دے ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې پاكستان پرله پسې د تعميري مشغوليت او خبرو اترو وكالت كړے ٬ هيله ده چې بندېزونو كښې نرمۍ به د اقتصادي پرمختګ سهولت وګرځي، د ضروري خدمات رسنه كښې به بهتري راشي او د سوريه چارواكو ته به د بيا رغونې په هلو ځلو كښې مرسته تر لاسه شي۔ وياند ووئيل مونږ د ټولو هېوادونو په خاص توګه د امريكا، تركيه، سعودي عرب او قطر د عزم ستائنه كوٶ څوك چې يو سوله ايزه سوريه لپاره تعميري كار كوي۔ وياند ووئيل پاكستان د سوريه په مشرۍ كښې د قرارداد ملاتر كوي او د سوريه د اتحاد، خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په ملاتړ كښې ثابت قدم دے ۔