وزيراعظم شهباز شريف په معركه حق كښې د هند جنګي الوتكې راسنكورونكو د پاك فضائيه شاهينز سره ملاقات لپاره د كامره ائيربېس دوره

كامره 15 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په معركه حق كښې د هېواد دفاع په مهال د هند جنګي الوتكې رانسكورونكو او د پاكستان فضائي برلاسے قائموٶنكو د پاك فضائيه شاهينز سره ملاقات لپاره د كامره ائيربېس دوره كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د يوېشتمې پېړۍ د ټولو نه د لوېې فضائي نښته كښې د دښمن د برترۍ خوش فهمي خاورې كوٶنكو د پاك فضائيه شاهينز سره ملاقات كړے۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف، د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير، ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال،د اطلاعات وزير عطاء تارړ او اعلي سول او عسكري مشران هم وزيراعظم سره ملګري وو۔