پاكستان كښې د مېرمنو د انټرنېټ كارولو شرح د تېر كال په مهال 12 فيصد زياته شوې

اسلام آباد ۔15 مئ (اے پي پي) پاكستان كښې د مېرمنو د انټر نېټ كارولو شرح د تېر كال 2024 په مهال 12 فيصد زياته شوې ده۔ د جي ايس ايم اے موبائل جېنډر ګېپ راپور 2025 تر مخه پاكستان كښې 24 فيصد مېرمنې موبائل انټر نېټ كاروي ٬ په هند كښې دغه شرح 39 فيصد او بنګله دېش كښې 26 فيصد ده۔ راپور كښې وئېلې شوي د تېر كال په مهال هېواد كښې د سړو د انټر نېټ د استعمال شرح كښې هم 7 فيصد زياتوالے رېكارډ شوے دے۔ واضحه دې وي د سوئېلې اسيا هېوادونو په مقابل كښې پاكستان كښې 93 فيصد سړي موبائل فون لري او په هند كښې دغه شرح 71 فيصد ده دغسې په بنګله دېش كښې 68 فيصد ده۔ جي ايس ايم د ټېلې كام څانګې او د ريګولېټرز د هلوځلو ستائنه كړې ده ۔ په 2023 كښې د سړو په مقابل كښې 38 فيصد لږو مېرمنو د انټر نېټ نه استفاده كوله او تېر كال دا تناسب د 25 فيصد نه كم شوے دے۔